اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په اېچ نائن بازار كښې د اور پېښه كښې ځپليو سټال هولډز ته د حكومت لخوا د مرستې باور وركړې او وئيلي ئې دي چې د اسلام آباد پوليس به تر دسمبر مياشت يو مثالي پوليس كښې بدل كړې شي٬ پ??كس??ان منطقه كښې مستقل سوله ??و ثبات غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د اور ځپلې اېچ نائن بازار د دورې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د اسلام آباد ميئر او د سي ډي اے چيئرمېن شېخ انصر عزیز ٬ د داخله وزارت ٬ د سي دي اے او د مېټرو پولېټن چارواكو پشمول په لويه شمېره ځپلي هم موجود وو۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د بازار دوره كولو مقصد يوازې معائنه كول نه بلكې مشاهده كول دي د دې راپور به وزيراعظم ته هم وركولې شي ځكه چې په بازار كښې د اور لګېدو له ??مله ?? 600 نه د زياتو كسانو روزګار ځپلې شوې دے۔ تحقیقاتی او د جاج كمېټي به په دوه ورځو كښې د دې راپور وړاندې كوي۔ ده ووئيل زه به وزيراعظم ته سفارش كوم چې د ځپلو دې مرسته وكړې شي دغسې چې دوي بيا پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ داخله وزي?? باور وركړو چې حكوم?? به د اور لګېدو بشپړه جاج اخستو نه پس د ځپليو ممكنه مرسته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل د ډان ليكس د معاملې عسكري او سياسي مشرانو په ګډه انكوائري كړې او دا ئې خپل انجام ته رسولې۔ ده ووئيل د ټرمپ لخوا د پ??كس??ان په ضد بيان وركولو سره اوس مونږ ټولو له په ګډه سوچ كول پكار دي ځكه چې اوس ټول قام له يو موټې كېدلو ته اړتيا ده او هم دا اتحاد او قو?? به سباٶن كښې بريالې كوي۔ ده ووئيل د ټرمپ د بيان نه پس سياسي او عسكري قيادت د هېواد د ټولو اړخونو جاج اخستې او مونږ په هر صورت كښې د پ??كس??ان د مفاداتو دفاع كوٶ او په دې لړ كښې مونږ ملګرو هېوادونو سره رابطه كړې٬ مونږ ټول به په ګډه د پ??كس??ان دفاع لپاره كار كوٶ۔ ده ووئيل پ??كس??ان د امريكې نه بلكې امريكا د پ??كس??ان قرض دارې ده۔ ده ووئيل پ??كس??ان په نړۍ كښې ممتاز حېثيت لري او زمونږ د صلاحيتونو نړۍ اعتراف كوي او دغسې په ملګرو ملتونو كښې هم پ??كس??ان يو ځانګړې مقام لري٬ پ??كس??ان به امن لپاره په ګډه كردار لوبوي۔ په دې موقع د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د اسلام آباد ميئر هم خبرې وكړې۔