اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) ?? كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه په حقيقت كښې داسې ګېم چېنجر پروژه ده ?? كومې څخه به چې نه يوازې پاكستان بلكې ټو??ه منطقه ګټه ترلاسه كړي٬ حكومت د ترهګرې خاتمې او د برېښنا د بحران خاتمې لپاره موثر اقدامات كړي دي٬ِ زمونږ د معيشت پورټ پوليو رائزنګ پاكستان ده۔ د خالي په ورځ بېلا بېلو نجي ټي وي چېنلو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې كله په كال 2013م كښې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت راغلو نو د پاكستان د دېواليه كېدو خبرې روانې وې او د ترهګرې زور هم و٬ په ټو?? هېواد كښې به 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كېدو۔ ده ووئيل چې زمونږ په حكومت كښې د ترهګرې خاتمې او د برېښنا د بحران خاتمې لپاره موثر اقدامات شوي دي او نن د پاكستان معيشت مستحكم دے او د ترهګرې پېښې په ځانګړې ت??ګه كمې شوې دي۔ ده ووئيل چې حكومت به آئيني موده پوره كوي او د دې نه پس به په كال 2018م كښې ټو??ټاكنې كېږي۔