اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري محمد بر??ېس طاهر وئيلي چې محمد نواز شريف د مسلم ليګ (ن) بنيادي او مركزي ستن ده او د پاكستان پرمختګ او د (ن) ليګ په كاميابۍ كښې د ده بنيادي كردار دے۔ د محمد نواز شريف نه غېر د مسلم ليګ (ن) تصور هم امكان نه لري او هم دا سوب دے چې نن مخالفين او د ع??را?? په شان سازشي سياستمدار مسلم ليګ (ن) د سياست څخه لرې كولو له محمد نواز شريف او دده كورنۍ په نښه كوي۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل مخالفين دا باور لري كه نواز شريف د مشرتابه څخه اخوا كړې شو نو بيا به اقتدار ته ددوئي رسېدل آسان شي۔ ده ووئيل نواز شريف خواري كولو سره خپل ګوند مضبوط او ګلګت بلتستان څخه تر آزاد كشمير او بلوچستان ئې يو مقبول جماعت جوړ كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د اتومي هېواد جوړېدو او د سي پېك په ډول د ګېم چېنجر منصوبو كرېډټ هم نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به د مخالفينو لخوا د نواز شريف په نښه جوړولو سره د مسلم ليګ ن كمزورې سازش ناكامه كړي او وخت به داثابت كړي چې يوازې مسلم ليګ (ن) خپل ??ار??ود نواز شريف سره كلك ولاړ وي بلكې د ټول پاكستان وګړي به ورسره ولاړ وي۔