اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې پھ كشمير د هندي ځواكونو غاصبانه قبضه د تاريخ يو تور باب دے٬د كشمير مسئله يو فليش پوائنټ دې كوم چې نه يوازې منطقې بلكې د ټولې نړۍ امن لپاره يو دائمي خطر دې٬نړيواله ټولنه دې د دې مسئلې سمدستي حل او په مقبوضه وادۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو او د بشري حقونو څخه د كېدونكو ??رغ??ونو خاتمې لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې پھ مقبوضه كشمير كښې د تورې ورځې په موقع په خپل پ??غام كښې وكړی كومه چې هر كال د اكتوبر په 27مه نېټھ پھ مقبوضه كشمير د هندي ځواكو??و د غاصبانه قبضې په ضد د احتجاج په توګه په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي٬ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره د ق??مي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې كشميري وروڼو سره زمونږ رشته يوازې د مذهب٬كلتور او د انسانيت په بنيادونو نه بلكې د پولې په دواړه خوا د اولس ترمينځه د وينې رشته ده۔ده ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتو??و د قراردادونو له مخې د كشميري اولس پھ هيلو د كشمير د مسئلې حل لپاره پوخ عزم لري۔ده كشميري اولس ته په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمو??و د كشمير مسئلې تر حل پورې د پاكستان لخوا د دوي د سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو باور وركړو۔ده په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو سخته غندنه وكړه۔ده ووئيل چې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق تحريك د ټوپك په زور نه شي تر پښو لاندې كېدې۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس لخوا وركړی شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔د ق??مي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي په دې موقع په خپل پ??غام كښې ووئيل چې پھ مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه ??رغ??ونه يو اوږد تاريخ لري٬د ملګرو ملتو??و د قراردادونو له مخې مقبوضه سيمه يوه لانجمنه سيمه ده چې پكښې ريفرنډم كول لا پاتې دي۔