كوئټه 25 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د عدالت په هدايت انتظاميې په فېض آباد كښې كارروائي كړې٬ دهرنا كوونكي د ختم نبوت﴿ص﴾ حساسه معامله سياست لپاره كاروي٬ په ختم نبوت ټول قوم لكه د غر او اتحاد په صورت كښې يو موټې دے٬ مظاهرچيان او د دوي مشران په دې اتحاد كښې درزونه ولې پېدا كول غواړي٬ د پاكستان پارلمان د آئين او اسلامي تعلي??ات?? او عقائدو محافظ دے٬ د ختم نبوت په اړه نه كوم قانون جوړ شوے او نه داسې كوم پرمختګ شوے چې ورسره په ختم نبوت كښې كوم كمې وشي٬ حكومت او پارلمان د ختم نبوت او اسلامي اقدارو او عقائدو هم محاظ دے٬ اختلافات پېدا كوونكي د ختم نبوت عقيدې سره محبت نه بلكې ورسره د دښمنې ارتكاب كوي۔ د خالي په ورځ پي ټي وي سره په خاص خبرو كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د تېرو 18 ٬ 19 ورځو نه په فېض آباد كښې يو سياسي ګوند ا و د هغه كاركنانو دهرنا كولو سره د غبرګو ښارونو د لكونو په شمېر اولس يرغمال كړے۔ حكومت ډېر د صبر څرګندونه كړې او هر ډول ممكنه هڅه ئې كړې چې د خبرو د لارې مظاهرچيان اماده كړې شي چې هغوي دې په پر??ډ ګراؤنډ كښې دهرنا يا احتجاج وكړي٬ِ په دې لړ كښې د عدالت احكامات موجود دي٬ خو بالاخره زمونږ هڅې ناكامې شوې او هائي كورټ د اسلام آباد انتظاميې ته نېغ په نېغه امر وكړو چې هغه دې په درې ورځو كښې ځائ خالي كړي۔ په دې ح??م كښې وئيلي شوي دي چې كوم وزير يا وزيراعظم هم د عدالت د احكا??ات?? په عملي كولو كښې مداخلت نه شي كولې۔ عدالت انتظاميې ته په سمدستي توګه عمليات كولو سره د ځائ خالي كولو هدا??ت وكړو۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې انتظاميې هر ډول ممكنه هڅه كړې چې د ځان او مان ساتنه شي ځكه چې مونږ علم لرو چې دا خلق داسې عزائمو سره راغلي دي كوم چې دلته مرګونه غواړي چې دغسې دوي ورسره په هېواد كښې ناامني پېدا كړي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د تېرو څو اونيو راهيسې په هېواد كښې د ترهګرې پېښې كېږي۔ په پوله زمونږ افسران او ځوانان كوم چې جنګ كوي٬ د هغوي شهادتونه روان دي٬ په هېواد كښې دننه انتشار او ناامنې لپاره هم هڅې روانې دي۔ په دې صورتحال كښې ډېر په افسوس سره وايم چې يو سياسي ګوند د مقدسې مذهبي عقيدې په بنياد خلقو ته خپل پېغام وركوي٬ دا خلق په دې سازش كښې كارول كېږي د كوم مقصد چې په پاكستان كښې انتشار خپرول دي۔ ده ووئيل چې دا خبره واضحه شوې چې الحمدالله مونږ ټول مسلمانان يو٬ ٬ د پاكستان پارلمان د آئين او اسلامي تعلي??ات?? او عقائدو محافظ دے٬ د ختم نبوت په اړه نه كوم قانون جوړ شوے او نه داسې كوم پرمختګ شوے چې ورسره په ختم نبوت كښې كوم كمې وشي٬ حكومت او پارلمان د ختم نبوت او اسلامي اقدارو او عقائدو هم محاظ دے۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د پاكستان وګړي خپل مذهب او پېغمبر سره مينه او عقيدت لري٬ دا خلق د قوم جذباتو سره لوبې كوي٬ دې خلقو په خپله وئيلي دي چې مونږ يو سياسي ګوند يو او مونږ به په ټاكنو كښې برخه اخلو۔ ده ووئيل چې زه دوي ته خواست كووم چې خپل ضد دې پر??ږدي او معاملې دې په سوله ايز ډول حل كېدو ته پر??ږدي۔