اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د پاكستان او چين د پوهانو د تبادلې ٬ ريسرچ او د ځوانانو سفارتكارو د تربيې په اړه لوظ نامه لا سليك كړې ده۔په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او د چين د خارجه چارو د سټډيز صدر چن يا چنګ د نهې په ??رځ بيجنګ كښې د تفاهم لوظ نامه لاس ليك كړه۔په دې موقع په چين كښې د پاكستان سفير ووئيل دواړه هېوادونه به د ريسرچ٬د پوهانو د تبادلې او د ځوانانو سفارتكارو د تربيې په اړه مرسته زياتولو لپاره په ګډه كار كوي۔ډه ووئيل پاكستان فارن سروس اكېډمي او د چين د خارجه چارو د سټډيز پوهنتونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې شته۔د پاكستان ځوان سفارتكار د چينائي ژبې كلتور او تاريخ زده كړې لپاره دې پوهنتون ته لېږلې شي۔ده ووئيل اوس هم د پاكستان 5 سفارتكار هلته تربيه ترلاسه كوي۔ده ووئيل د سي پيك لاس ليك كېدو نه پس د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ په اړه مرسته ډېره زياته شوې ده