اسلام آباد 14 فروری (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د پاكستان او بوسنيا ترمينځه په پارليماني كچه دوه اړخيزه مرستې ته د ودې ورك??لو په ضرورت زور راوړې چې د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره رانزدې كړې شي۔د شورو په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پارليمنټ هاؤس كښې د بوسنيا سفير ثاقب فورك سره د ملاقات په مهال كړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پارليماني سفارتكاري به سماجي او اقتصادي اړيكو ته ودې ورك??لو له مرستياله وګرځي او دواړه هېوادونه په مهم فورمز يو بل سره مرستې ته پراختيا وركولې شي۔د ملاقات په مهال په پارليماني دوستي ډلو موثر جوړ??لو هم اتفاق وشو او پريكړه وكړی شوه چې د دواړو پارليماني پلاويو تبادلو د لارې يو بل تجربو څخه ګټې پورته ك??لو لپاره لائحه عمل جوړولې شي۔د بوسنيا سفير د سېنېټ چيئرمېن ته د بوسنيا نېشنل اسمبلۍ او سېنېټ مشرۍ لخوا د بوسنيا دورې ك??لو بلنه هم وركړه او د سېنېټ چيئرمېن هم د بوسنيا د سېنېټ چيئرمېن ته د پاكستان دورې ك??لو بلنه وركړه