اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت اولسي او سماجي پرمختګ له هر ممكنه هڅې كوي۔ پارلماني غړي دې خپلو حلقو كښې د رو??نو پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كېدل باوري كړي۔ ده دا خبره ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو سره ملاقات كښې وكړه چا چې د ګل په ??رځ وزیر اعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو او ده سره ئې خپلو خپلو حلقو كښې د رو??نو پرمختيائي منصوبو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم په ټاكلې نمائندګانو زور راوړو چې دوئي دې اولس سره نزدې رابطه لري او ددوئي مسئلو حل له دې خپل كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم سره ملاقات كوؤنكو كښې د قامي اسمبلۍ غړو كښې نديم عباس ربېرا ٬ چوهدری ریاض الحق، سید محمد ??اش?? حسین شاہ، راؤ محمد اجمل خان، محمد معین وټو، سید عمران احمد شاہ ، چوهدری محمد اشر??، چوهدری محمد طفیل ،چوهدری محمد منیر اظهر ، سردار منصب علی ډوګر، سید محمد اطهر حسین شاہ جیلانی او رانا زاهد حسېن شامل و۔ ملاقات كښی د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب هم موجود و۔