اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې د پاكستان او چین مثالي اړيكې په شريك احترام او باور اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين د كميونسټ ګوند د سنټرل كمېټۍ د نړيوالې څانګې نائب وزير یاجن وانګ په مشرۍ كښې د لوړې كچې چينائي پلاوي سره د ګل په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ په قامي اسمبلۍ كښې د پاك چين فرېنډ شپ ګروپ كنوېنئر رانا محمد افضل خان او پاكستان كښې د چين سفير ياوژنګ هم په دې م??قع موجود وو۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې سردار اياز صادق ووئيل د دواړو ه??وادونو تاريخي دوستي د مرستې او شراكت دارۍ په يو نوې دور كښې داخله شوې۔ ده ووئيل د دواړو ه??وادونو د اقتصادي لارې منصوبه يوه لويه منصوبه ده او پاكستان په دې په زړه پورې ډول عملدرآمد ممكن جوړول او په وخت د ترسره كولو عزم لري۔ پلاوي په دسمبر كښې د سپيكرز كانف??نس په اړه خبرولو سره ده ووئيل چې ياد شوې كنف??نس سره به د قوي شراكت دارۍ د لارې د منطقې هېوادونو د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پېل شي او دا كفنرسن به د ترهه ګرۍ په لعنت قابو موندلو كښې مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل كنف??نس كښې ګډون لپاره چین ، روس، ترکی ،ایران او د افغانستان سپيكران رابلل شوي دي۔ ده ووئيل د پاك چین مثالي اړيكې په شريك احترام او باور اډانه دي٬ پاكس??ان?? وګړي دې اړيكو ته پراختيا وركولو لپاره ممكنه اقدامات كوي۔ د چین پلاوي مشر ياجن وانګ وووئيل چې د چين په ستراتېژيكي شمېرو كښې پاكستان سره اړيكو ته ډېر اهميت ترلاسه دے او د دواړو ه??وادونو موجوده مشران دا اړيكې نوې كچې ته د رسولو او لا مستحكم كولو عزم لري