اسلام آباد 26 دسمبر (??ے پي پي) د قامي ا??مب??ۍ سپيكر سردار اي??ز صادق وئيلي دي بېنظير بھټو په پاكستاني سياست كښې ځانګړې بصيرت لرونكې لارښوده وه۔ د دې د وژنې پېښه د پاكستان په سياسي تاريخ كښې يوه لويه الميه او تور باب دے۔ دې پاكستاني سياست كښې د خپلې پوهې ٬ هلو ځلو او بهادرۍ سره ځائې جوړ كړے وو په 27 دسمبر بینظیر بھټو ته د هغې 10مې كليزې په مهال د عقيدت پېزوېنې وړاندې كولو سره ده ووئيل بېنظير بھټو يو مړنۍ لارښوده وه۔ دې د خپل وخت د هر آمر او ظالم په مړانه مقابله وكړه۔ د دې د قامي همغږۍ او د ټولنې ورستې پاتې طبقو ملاتړ به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د قامي ا??مب??ۍ سپيكر ووئيل د دې د وژنې پېښه د پاكستان په سياسي تاريخ كښې يوه لويه الميه او تور باب دے۔ ده ووئيل بېنظير ټول عمري په مفاهمت او زغم باور لرلو۔ ده په ټولو سياسي قوتونو زور راوړلو سره ووئيل چې دوئي دې د خپلو خپلو ګوندونو نه پرته جمهوريت او د هېواد سوكالۍ له كار وكړي۔ د قامي ا??مب??ۍ سپيكر سردار اي??ز صادق د محترمې بېنظير بھټو روح ته ثواب رسولو له دعا هم وكړه